عراقي پوځ: له داعشه د تلعفر تقریباً ټولې برخې بېرته نیول شوي

د عراق پوځ وايي، له داعش څخه‌يې د شمال ختیځ ښار تلعفر تقریباً ټولې برخې بېرته نیولې دي.

خو د پوځي قوماندانانو په وینا داعشیان لا هم د ښار په څنډو کې ځای پر ځای دي.

د عراقي ځواکونو یوه لوړ رتبه قوماندان له اتو ورځو جګړو وروسته پرون وویل چې د تلعفر ټولې ۲۹ برخې يې نیولې دي.

جنرال یحی رسول وویل، کله چې د تلعفر ښار څنډه العیاضیه ونیسي نو په تلعفر کې به خپل بری اعلان کړي.

له موصل څخه د داعش ډلې له ایستلو وروسته د عراق پنځوس زرو سرتېرو چې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف هوايي ملاتړ ورسره دی، د تلعفر ښار د نیولو عملیات پیل کړل.

عراقي چارواکو مخکې ویلي چې په تلعفر کې شااوخوا ۲ زره داعش وسله‌وال ځای پر ځای دي.