په لوګر کې د اوبو ۲۴ کانالونه جوړېږي

د یکشنبې په ورځ د لوګر د کلیو پراختیا ریاست او د یاد ولایت د پل علم، برکي برک او محمداغې ولسوالیو د اوسېدونکو تر منځ د ۵۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د ۲۴ کانالونو د جوړولو قراردادونه لاسلیک شول.

د کلیو پراختیا وزارت د پلان سره سم د هغو قراردادونو د لاسلیکولو په مراسمو کې چې د دوی د اړوند ریاست او د لوګر د درېیو ولسوالیو د اوسېدونکو تر منځ د ۲۴ کانالونو د جوړولو په موخه جوړ شوي و، چارواکو دا ډول پروژې د یاد ولایت په کرنیز سکټور کې مهم پرمختګ وباله.

د لوګر والي وویل، له دې کانالونه به په مستقیم ډول ۶۴ زره کورنۍ ګټه پورته کوي او له دې سربېره به اته زره هکټاره نوره کرنیزه ځمکه هم چې پخوا شاړه وه او اوبه يې نه درلودې اباده شي.

د لوګر والي حلیم فدايي د کانالونو د پروژو په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د کلیو د پراختیا وزارت د پلان مطابق په درېیو ولسوالیو برکي، محمداغې او پل علم کې ۲۴ د اوبو کانالونه چې مجموعي قیمت يې تر ۵۲۱ میلیونه افغانیو څخه زیاتې کېږي چې په دې کې لس فیصده د خلکو ونډه ده، لاسلیک کېږي، کار يې پیلېږي چې تقریباً دا کارونه د یو کال په موده کې بشپړیږي، په دې کې به دوه زره کسان په مستقیم ډول مزدوري کوي."

یاده دې وي، تېره اوونۍ هم د لوګر په محمداغې او برکي برک ولسوالیو کې د ولسي تړون د پروګرام په چوکاټ کې د ۳۹ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د دوو کانالونو د جوړولو چارې پیل شوې وې.