په پلخمري کې د ترافیکي پېښې له امله۷ تنه وژل شوي

د بغلان – پلخمري لويې لارې په اوږدو کې د یوې ترافیکې پېښې له امله ۷ تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د بغلان د ولایتي روغتون رئیس عین الدین صیادي ازادي راډيو ته وویل، دغه پېښه ساعت وړاندې شوې ده او په وینا يې چې په وژل شوو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

نوموړي وویل دغه ترافیکي پېښه د یو سراچه ډوله مسافر وړونکي موټر او یو بار وړونکي موټر د ټکر له امله شوې ده.

روغتیايي چارواکي د ټپیانو حالت د ډاډ وړ ګني.