ټاکل شوې چې د افغانستان د مالیې وزارت په روان لمریز کال کې له مالیه ورکوونکو څخه ۱۵۳ میلیارډه افغانۍ مالیه راټوله کړي.
د دغه وزارت د عوایدو او ګمرکونو مرستیال نجیب الله وردګ نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دغه اندازه مالیه د تېر کال په پرتله ۱۵ سلنه زیاته ده.
په همدې حال کې یو شمېر خلک بیا وايي چې حکومت باید د مالیې د لوړولو ترڅنګ مالیه ورکوونکو ته لازم خدمات هم وړاندې کړي.