فرانسه: له عراق سره د سولې او بیارغونې په برخه کې مهمه ونډه اخلو

فرانسه وايي، هاغسې چې یې ځواکونو په عراق کې د نړیوال ائیتلاف په ماموریت کې د اسلامي دولت ډلې په وړاندې جګړه کې پراخه ونډه اخیستې، له دې هېواد سره به د سولې، پخلاینې او بیارغونې په هڅو کې هم مهمه ونډه واخلي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان لودریان پرون شنبې په بغداد کې په یوه خبري غونډه کې وویل، فرانسه به له عراق سره چې دا هېواد د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې په وړاندې د خپل وروستي بري هڅه کوي، د بیارغونې او روغې جوړې په هڅو کې هم مرسته وکړي.

ښاغلي لودریان وویل، موږ په جګړه کې حضوردرلود او په سوله کې به هم حضور ولرو.

هغه زیاته کړه فرانسې د عراق له حکومت سره د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې په وړاندې جګړه کې د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف کې مهمه ونډه درلودلې ده.

فرانسوي جېټ الوتکه په عراق کې د عملیاتو پرمهال.

هغې ډلې چې په ۲۰۱۴ کال کې یې د عراق او سوریې د خاورې ډېره برخه نیولې او تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې یې اسلامي خلافت اعلان کړی و.

نړیوال ائتلاف چې له عراقي ځواکونو سره یې له داعش څخه د موصل د ښار په بېرته نیولو کې مرسته کړې، اوس د عراق په تلعفر کې له حکومتي ځواکونو سره په روانه جګړه کې مرسته کوي.

نړیوال ائتلاف عمدتاً د ځمکنیو ځواکونو هوایي ملاتړ کوي.

د موصل ښار د بېرته نیولو لپاره جګړې شااوخوا نهه میاشتې وخت ونیو.

عراق ته د فرانسې د بهرنیو چارو او د فاع وزیران په داسې وخت کې تللي چې راپورونه وایي چې عراقي ځواکونو د تلعفر ښار مرکزي برخې ته ننوتي دي.

عراقي ځواکونه وايي د تلعفر ښار ۷۰٪ برخه یې له داعشیانو نیولې

د راپورونو له مخې د داعش سخت دریځو تیښتې ته مخه کړي چې حکومتي ځواکونه یې بري ته نېږدې کړي دي.

عراقي ځواکونه د عملیاتو پرمهال.

ویل کېږي په تلعفر کې کې شااوخوا دوه سوه زره کسان اوسي.

د فرانسې د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو په بغداد کې د عراق له صدراعظم حیدر العبادي او د بهرنیو چارو له وزیر ابراهیم الجعفري سره وکتل.

د عراق د صدراعظم له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې له فرانسې غوښتنه شوې چې په عراق کې په اقتصادي، سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې پانګونه وکړي.

له دغو څرګندونو سره په یوه وخت کې د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي په پاریس کې وویل چې فرانسه به عراق ته د روان کال ترپاله ۴۳۰ میلیون ایرو پور ورکړي.

وروسته دواړو وزیرانو د عراق په شمال د کردستان په مرکز ایربیل کې د کردستان د خودمختاره ادارې له مشر مسعود بارزاني سره وکتل.

د امریکا په ملاتړ د پیشمرګه په نوم د کردانو ملېشه ډلې د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې په وړاندې جګړه کې پراخه ونډه اخیستې ده.

د کردستان د مشرتابه له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر له پیشمرګه ځواک څخه د فرانسې د ملاتړ د دوام خبره کړې ده.

دواړه لورو دغه راز په کردستان کې د خپلواکۍ لپاره د سپټمبر د ۲۵ لانجمنې ټولپوښتنې یا ریفرانډم په اړه هم خبرې وکړې.

فرانسې او نورو لوېدیځو هېوادونو پر دغه ریفرانډم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې هغه به د ګاونډیو هېوادونو لکه ترکیې او ایران او په بغداد کې د عراقي مشرانو ترمنځ کړکېچ راپورته کړي.

په دغو دواړو هېوادونو کې یو زیات شمېر کردان اوسي.