په غزني کې د سړو خونو او د معیاري بسته بندۍ د وسایلو د نشتوالي له امله بهرته په وروستیو کلونو د صادراتو کچه ټیټه شوې ده.
د غزني د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس عبدالمتین قلندري د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه راز په دغه ولایت کې د برېښنا نشتوالی او نا امني هغه څه دي چې له امله يې د صادراتو کچه ورځ تر بلې را ټيټېږي.
نوموړی وايي چې د میوو د حاصلاتو په وخت کې هرکال پاکستاني سوداګر غزني ته راځي او د بڼوالو باغونو په کمو پیسو په اجاره نیسي او بیا محصولات یې په لوړه بیه پلوري.
ښاغلي قلندري زیاته کړه چې د غزني محصولات ښه کیفیت لري او باید ورته د بسته بندۍ او سړو خونو غم وخوړل شي.