د کونړ ولایت چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په شلتن ولسوالۍ کې د عبدالوکیل په نوم د سیمه ییزو پولیسو یو قوماندان وژلی دی.
د دغه ولایت امنیه قوماندان جنرال جمعه ګل همت نن سهار ازادي راډيو ته وویل چې دغه قوماندان تېره شپه ناوخته خپل کور ته په لاره د وسله والو مخالفینو په برید کې وژل شوی دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.