جوادي: وسله والو د زابل د دیني علمانو د شورا رئیس وژلی

نامعلومو وسله والو د زابل د ديني عالمانو د شورا رئیس مولوي عبدالحکيم حکمت وژلی دي.

د شاه جوۍ ولسوال وزیر محمد جوادي نن یکشنبې ازادي راډیو ته وویل چې د مولوي عبدالحکیم جسد نن سهار د شاه جوۍ ولسوالۍ اړوند په بره خان سيمه کې پیدا شوی دی.

د ولسوال په وینا ګومان کېږي چې نوموړی تېره شپه وژل شوي دی.

مولوي عبدالحکیم حکمت به تل په رسنیو کي د پاکستان خلاف خبرې کولې او دغه هېواد به يې د افغانستان د ټولو بدمرغیو عامل باله.

د نوموړي د وژل کېدو مسؤلیت تر اوسه چا نه دي منلی.