د برېښنا شرکت پوروړو ته د دغه شرکت خبرداری!

د افغانستان برېښنا شرکت هغو کسانو ته چې د برق د مصرف پیسې نه‌ورکوي، خبرداری ورکوي او وايي چې امنیتي ادارو ته به‌یې په اړه معلومات ورکړي.

د دې ادارې ویاند، وحیدالله توحیدي پرون شنبه ازادي راډیو ته وویل چې یو شمېر ادارې او وګړي یې د برېښنا د مصرف له امله لس میلیارده افغانۍ پوروړي دي.

توحیدي وویل، د برېښنا شرکت پوروړو ته به درې میاشتې وخت ورکول کېږي او پر سرغړونکو د زیات فشار راوستلو لپاره پر یوه طرحه غور کوي.

وحیدالله توحیدي وویل:

"د فشار لپاره، ښايي هغه کسان چې د برېښنا پېسې یې نه‌دي ورکړې ممنوع‌الخروج شي یا په پارلماني انتخاباتو کې له کاندیدۍ منع شي څو د برېښنا پېسې پرې کړي."

د افغانستان د برېښنا شرکت ویاند څرګنده کړه چې تر درې میاشتني مهلت وروسته، ښايي د هغو کسانو چې د برېښنا پېسې يې نه‌دي ورکړي، په مطبوعاتو کې خپاره کړي.