د امریکايي چارواکو په وینا، هاروي توپان چې د تګزاس ایالت ساحلي سیمې یې ځپلې دي، د شدت له پلوه، په لومړۍ کټګورۍ کې راځي.
د تکزاس ایالت په ساحلي سیمو کې لا هم شدیده تالنده، باد او باران دی.
چارواکو پرون شنبه وویل چې د توپان له امله درې لکه کسان له برېښنا محروم شوي او په ځيني سیمو کې نیم متر باران شوی دی.
ویل کېږي چې د شدید باران او باد له امله تخریب به جاري وي او د امریکا څلورم ستر ښار، هیوستن له زیات ګواښ سره مخامخ دی.
د امریکا د سره صلیب ادارې د بېړنیو حالاتو مرستیال مشر براد کایسرمن د جمعې په ورځ له امریکا غږ سره په مرکه کې وویل:
"زما په باور دا به د امریکا د تاریخ په وروستیو کلونو کې له ډېرو شدیدو او ځپونکو توپانونو وي."
د امریکا د هوا پېژندنې ادارې د هاروي توپان شدت په تېره یوه لسیزه کې بېساری بللی و.