عراقي ځواکونه وايي د تلعفر ښار ۷۰٪ برخه یې له داعشیانو نیولې

د عراق د بهرنیو چارو وزیر ویلي حکومتي ځواکونو د عراق د تلعفر ښار اویا فیصده خاوره له اسلامي دولت ډلې څخه بېرته نیولې ده.

ابراهیم الجعفري نن په بغداد کې یوې خبري غونډي ته وویل چې ډېر ژر به پاته نوري برخې هم له اسلامي دولت ډلې یا داعش څخه ونیسي.

د تلعفر د بېرته نیولو د عملیاتو قوماندان جنرال عبدالامیر یارالله نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې حکومتي ځواکونو د دغه ښار مرکز او پوځي قلعه نیولې ده.

د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو په ملاتړ عراقي ځواکونو تېره میاشت د عراق موصل ښار تر نهه میاشتنۍ جګړې وروسته له اسلامي دولت ډلي ونیو.