د امریکا پوځ وایي، د دغه هېواد بلک هاک هلیکوپټره د یوه روزنیز ماموریت په ترڅ کې د یمن په سواحلو کې رالوېدلې ده.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ څخه په یوه اعلامیه کې راغلي چې ددې هلیکوپټرې پنځه تنه عمله ژغورل شوې او د یوه بل کس د موندلو لپاره عملیات دوام لري.
دغه امریکایي بلک هاک هلیکوپټره پرون د یمن د اوبو جنوب ته په دیرش کیلومترۍ کې لوېدلې ده.
د امریکا پوځ د دې سقوط د دلیل په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
د امریکا متحده ایالات په یمن کې د القاعدع ډلې پر ضد هوایي عملیات کوي.
دغه راز د امریکا د ځانګرو عملیاتو ځواکونو په یمن کې ځمکني عملیات پیل کړي چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې د جنورۍ په میاشت کې ددغه هېواد یو سرتېری ووژل شو.