د پکتیا د سوداګرۍ او صنیعو خونې مسؤلین وایي چې د دغه ولایت په صنعتي پارک کې ډېر ژر د سوداګرو لپاره د ځمکې د ویش لړۍ پیلېږي.
د پکتیا د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس نصیر عالمیار نن شنبه ازادي راډیو ته وویل، په صنعتي پارکونو کې د ځمکې د ویش اداري چارې بشپړې شوي او ډېر ژر به سوداګرو ته ورکړل شي.
اوس مهال په پکتیا کې څه باندې ۴۵ لویې، متوسطې او کوچنۍ تولیدي فابریکې فعالیت لري.
ښاغلی عالمیار وايي چې تر دې دمه د پکتیا په صنعتي پارک کې څه باندې ۳۰۰ جواز لرونکي سوداګر غړیتوب لري.