مسټر:د امریکا ستراتیژي د ټولې سیمې په ګټه ده

د امریکا د متحد ایالتونو د ملي امنیت سلاکار وایي، واشنګتن په افغانستان او جنوبي اسیا کې د دوامداره مثتبې نتیجې په لټه کې دی.

ایچ ار مک مسټر تېره ورځ په واشنګتن کې خبرې غونډې ته دا خبره وکړه او ویې ویل چې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا نوې ستراتیژي د ټولې سیمې په ګټه ده.

مک مسټر زیاته کړه چې نوې ستراتیژي داسې نه ده چې دا د یوه کال لپاره ده، دا ستراتیژي اوږدمهاله ده.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار بیا وویل چې په افغانستان کې بریالیتوب دا دی چې هلته داسې ترورستي ډلې پاتې نه شي چې کومه سیمه یې په لاس کې وي.

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په واشنګتن کې د دوشنې په ماښام د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره نوې ستراتیژي اعلان کړه.