د افغانستان ولسمشر وايي، وسله وال د دې لپاره د خلکو پر عبادت ځایونو حملې کوي چې د جګړې په ډګر کې مات شوي دي.
د ارګ د خبرپاڼې په حو اله، ولسمشر محمد اشرف غني پرون جمعه پر دیني عالمانو غږ کړی چې داسې حملې وغندي.
د عامې روغتیا وزارت چارواکو ازادي راډیو ته وویل چې په خېرخانه مېنه کې، د امام زمان پر جومات پر لمونځ کونکو په پرونۍ حمله کې تر اویا تنو زیات وژل شوي او زخمیان شوي دي.
د کابل د روغتونونو رئيس سید محمدسالم رسولي اسوشېټيډ پرېس خبري اژانس ته ویلي چې د مړو شمېر ښايي بدل شي ځکه د هغه په وینا، د ډېرو زخمیانو روغتیايي وضعیت نازک دی.
وسله والو کسانو پرون د جمعې د لمانځه پرمهال، پر هغو کسانو چې د لمانځه لپاره د امام زمان جومات ته تللي وو، حمله وکړه.