روسي مقامات وايي، کریمیا ټاپو وزمې ته نېږدې نن سیند ته د یوه بس د لوېدو په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي دي.
د پېښې څیړونکي وايي په دې پېښه کې وژل شوي کسان د یوه ساختماني شرکت کارکوونکي دي.
انټرفاکس خبري اژانس بیا د مړو شمېر ۱۴ ښودلی دی او وايي چې ۲۴ تنه نور ژغورل شوي دي.
روسیه له کریمیا سره د نښلېدو لپاره پر تمان ټاپو وزمه د یوه پول د جوړولو چارې پیل کړي دي.
روسيې په ۲۱۴ میلادي کال کې اوکراین پورې اړوند کریمیا ټاپوزمه په خپلې خاورې پورې وتړله.