نیوزیلنډ اعلان وکړ چې افغانستان ته ۳ نور پوځي افسران استوي

نیوزیلنډ نن اعلان وکړ چې افغانستان ته درې نور پوځي افسران استوي.

په دې سره به په افغانستان کې د نیوزیلانډ د وړوکي ځواک شمېر له لسو تنو څخه ۱۳ ته لوړ شي.

په افغانستان کې مېشت د نیوزیلنډ سرتېري محارب ماموریت نن لري خو د افغان ځواکونو په روزنه برخه اخلي او د کابل په پوځي اکاډمۍ کې له افغان افسرانو سره همکاري کوي.

نیوزیلنډ له ۲۰۰۱میلادي کال راپدیخوا په افغانستان کې سرتیري لري چې زیاتره مسؤلیتونه يې د بیارغونې په چارو کې همکاري ده.

دا هېواد وايي، د راتلونکې ۲۰۱۸ میلادي کال تر جون میاشت پورې به په افغانستان کې خپل پوځي حضور ته دوام ورکړي.