شمالي کوریا په مسکو کې ګرځندوې دفتر پرانېستی

شمالي کوریا په مسکو کې ګرځندوې دفتر پرانېستی څو روسان وهڅوي دغه یوازې شوي هېواد ته سفر وکړي او ژمنه کوي چې د شمالي کوریا اټمي وسله به ټول لیدونکي خوندي وساتي.

د شمالي کوریا چارواکو د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي چې دغه هېواد ورغلیو ګرځندویانو ته د لندن تر ګرځېدو خوندي شرایط برابروي.

شمالي کوریا د نړۍ یو له منزوي هېوادونو څخه دی او له خپلو ګاونډیو او هم امریکا متحده ایالاتو سره یې د اټمي او بالسټیک توغندویو پروګرام پر سر شخړې لري.

د دغه هېواد د ګرځندوې یوه چارواکي ویلي چې ټول ګرځندویان به د هغه امریکایي سیلاني په برخلیک اخته نه‎شي چې په شمالي کوریا کې په ۱۵ کاله قید محکوم شو.

د شمالي کوریا چارواکو ویلي چې نوموړي په قصدي ډول د دغه هېواد قوانین نه وو مراعات کړي.

اوتو وارمبیر Otto Warmbier, په کوما حالت کې بېرته امریکا ته ولاړ او لنډه موده وروسته مړ شو.

د شمالي کوریا چارواکي وایي، سیلانیان باید د دغه هېواد د قوانینو درناوی وکړي.

امریکا پر خپلو وګړو شمالي کوریا ته پر ورتلو بندیز لګولی دی.