سپینې ماڼۍ: افغانستان کې ترورېزم ضد مبارزه پیاوړې کوو

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي تېره ورځ ویلي چې د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د سلامشورو، د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او هم په‎دغه هېواد کې له ترورېزم سره د مبارزې ماموریت پیاوړی کوي.

د جرمني خبري اژانس ډې.پي.اې د یوه امریکایي چارواکي له قوله چې د نوم له اخېستلو یې ډډه کړې ویلي چې امریکا د ناټو له غړو هېوادونو او نورو متحدانو غواړي چې افغانستان ته نور سرتیري واستوي او په مالي برخو کې ډېره ونډه واخلي.

دغه امریکایي چارواکي زیاته کړې چې د ناټو ځواکونه د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوي ستراتیژۍ یوه لویه برخه ده.

نوموړي افغانستان ته د نورو امریکایي سرتېرو د شمېرپه اړه څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه چې د امریکا متحده ایالات هیله لري د ناټو نور غړي هېوادونه د اکتوبر تر میاشتې افغانستان ته د نورو سرتېرو د لېږلو په اړه خپلې ژمنې عملي کړي.