سپینه ماڼۍ یو ځل بیا ټینګار کوي چې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د حضور دوام د دغه هېواد په شرایطو پورې تړلی دی.
د سپیني ماڼۍ ویاندې سارا ساندرس تېر ماښام په واشنګټن کې یوې خبري غونډي ته وویل، په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د پاتې کېدو لپاره مهالویش نهدی ټاکل شوی او تر ډېره د هغه هېواد پر وضعیت تمرکز کېږي.
د امریکا دغه پریکړه د روسیې د ناخوښۍ سبب شوې ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان لپاره د امریکا نوې ستراتیژي بېهوده بللې ده.
سرګي لاوروف د پنجشنبې په ورځ په مسکو کې یوې خبري غونډې ته ویلي چې د افسوس وړ خبره دا ده چې د امریکا په نوي ستراتیژۍ کې د زور پر کارولو تمرکز شوی دی او دا به د ده په باور د افغانستان روان وضعیت آرام نهکړي.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روانې اوونۍ په سر کې د افغانستان لپاره د نوي ستراتیژۍ په اعلان سره ویلي چې تر هغو به په افغانستان کې مبارزې ته دوام ورکوي، څو وسلهوالې ترهګرې ډلې وځپي.
لاوروف پر دې سربیره هغه ادعاوې رد کړې چې وایي روسیه د طالبانو ملاتړ کوي.