د کرنې او مالدارۍ وزارت مسؤلین وایي په ختیځه سیمه کې ډېرې زراعتي ځمکې له منځه تللې او له خلکو غواړي چې په زراعتي ځمکو کې ودانۍ ونه رغوي.
دا څرګندونې د کرنې او مالدارۍ وزير اسدالله ضمیر د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د اتو بېلابېلو پروژو په پرانست غونډه کې وکړې.
نوموړي وویل، که اوس د زراعتي ځمکو د له منځه وړلو مخه ونه نيول شي؛ نو په راتلوونکې کې به د نفوس په ډېرېدو سره ډېرې ستونزې راولاړې کړي:
"که چېرې تاسو لغمان یا ننګرهار وګورئ هغه سیمو کې چې پخوا زراعت کېده اوس کورونه جوړ شوي اوس که اړتیا نه احساس کيږي خو کله چې نفوس نور هم اضافه شي بیا د زراعتي ځمکو اړتيا احساس کېږي."
په همدې غونډه کې د لغمان والي عبدالجبار نعیمي بیا وویل چې لغمان پراخه کرنیزې ځمکې لري او لازمه ده چې په دې ولایت کې د کرنې په برخه کې ګڼې پروژې پلې شي.
که څه هم د کرنې وزارت په لغمان او نورو ولایتونو کې بزګرانو ته سړې خونې جوړې کړي خو د خلکو د بزګرانو په خبره د بریښنا د نه شتون له امله په اکثرو ولایتونو کې سړې خونې غېرې فعاله او بې ګټې تمامه شوي دي.
د کرنې وزارت مسؤلین ټينګار کوي چې دوی به دا ځل د سړو خونو جوړېدو سره به سم پر بریښنا وزارت فشار راوړي تر څو د سړوخونو لپاره د برق مشکل حل کړي.