په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن ژمنه وکړه چې د افغان ځواکونو در وزنې ماموریت به پراخ شي او د افغان هوایي ځواکونو شمېر به په راتلونکو درېیو کلونو کې دېرش زرو ته ورسېږي.
جنرال نېکلسن دا خبره دوې ورځې وروسته تر دې په کابل کې وکړه چې واشنګتن د افغانستان لپاره خپله نوې ستراتیژي اعلان کړه.
له افغان ځواکونو سره به د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت د عمومي قوماندان د مرستو ژمنې پرځای شي؟
دا پوښتنه احمد شیبر د مرکې په پیل کې د افغانستان له پخواني لوی درستیز جنرال شیر محمد کریمي څخه کړې ده، جنرال کریمي په ځواب کې وویل:
Your browser doesn’t support HTML5