په ننګرهار کې چارواکي وايي، پاکستاني ځواکونو د هغه ولایت پر نازیانو ولسوالۍ حمله کړې ده.
د ننګرهار د والي ویاند د عطالله خوګیاني نن د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې پر نازیانو ولسوالۍ د هاوان اووه مرمۍلګېدلې دی.
خوګیاڼي زیاته کړه چې پاکستاني پوځیانو تېره شپه پر نازیانو ولسوالۍ او مارو تنګي د هاوان د مرمیو ډزې پېل کړي.
د چارواکو په وینا، په دې حملو کې خلکو ته تاوان نهدی رسیدلی.
د پاکستان سرحدي ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.