چارواکي: په کاپيسا کې چاودنې د ۲ پولیسو په ګډون ۴تنه وژلي

په کاپیسا کې د پولیسو یو رنجر موټر نن په ماین والوت او څلور تنه په کې ووژل شول.

د کاپیسا امنیه قوماندان، محمد رزاق یعقوبي د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې په چاودنه کې دوه پولیس او دوه دولتي کارکوونکي وژل شوي دي.

چاودنه نن غرمه د نجراب ولسوالۍ په دره پته سیمه کې شوې ده.

د کاپيسا امنیه قوماندان وویل، ماین وسله‎والو طالبانو د پولیسو ګزمې ته ايښی وو .

خو وسله‎والو طالبانو یا کومې بلې ډلې د پېښې مسؤلیت نه‎دی اخیستی.