قطر وايي سفیر به یې بېرته تهران ته ستون شي

د قطر حکومت نن وویل چې سفیر به یې بېرته تهران ته ستون شي.

قطر تقریباً شل میاشتې مخکې خپل سفیر له تهرانه ایستلی و .

دا کار په ایران کې د سعودي عربستان پر ډیپلوماټیک ماموریت د یو شمېر اعتراض کوونکو تر حملې وروسته شوی و.

سعودي عربستان او یو شمېر نورو عربي هېوادونو له قطره غوښتنه کړې وه چې له ایران سره خپل روابط پرې کړي.

خو د قطر د بهرنیو چارو وزارت نن اعلان وکړ چې په ټولو برخو کې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د اړیکو ټینګولو هيله لري.

د هغه وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني په دې اړه د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره په ټیلیفوني خبرې کړي دي.

قطر او ایران د عربو په خلیج کې د طبیعي ګاز زېرمي لري او د پاک وېش لپاره دواړه هېوادونه اړ دي چې ښه روابط ولري.