ماليې وزارت: دولتي بنسټونو ۲۸ سلنه پراختیايي بودجه مصرف کړې

په داسې حال کې چې د روان مالي کال وروستۍ څلور میاشتې پاتې دي د افغانستان ماليې وزارت خبر ورکوي چې دولتي بنسټونو په سلو کې ۲۸ پراختیايي بودجه مصرف کړې ده.

د دې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي نن ازادي راډيو ته وویل، په یو شمېر ادارو کې د ظرفیت ټیټوالی او مالي او تدارکاتي مسایل هغه ستونزې دي چې له امله‌يې دولتي ادارې نه‌دي توانېدلي چې خپله ډېره پراختیايي بودجه مصرف کړي.

ښاغلی عبدالرحیمزی وايي، د ماليې، کډوالو او بېرته راستنېدونکو، کرنې او مالدارۍ او د روغتیا وزارت په ګډون یو شمېر وزارتونه هغه دولتي بنسټونه دي چې خپله ډېره پراختیايي بودجه‌يې لګولې ده.

نوموړی وايي، اوس‌مهال د بودجې کمېسیون جوړ شوی او له هغو ادارو سره به کار وکړي چې خپله کمه بودجه‌يې مصرف کړې ده.

دی وايي، راتلونکي کال کې په بودجه کې به هغه دولتي ادارو ته لومړیتوب ورکړي چې سږ کال‌يې ډېره بودجه لګولې وي.