د غزني ولایت سیمهییز چارواکي وايي، د دغه ولایت زنخان ولسوالۍ نن سهار د وسلهوالو طالبانو لاسته لوېدلې ده.
په دغه ولایت کې د ولایتي شورا یوه غړي امانالله کامراني نن پنجشنبه ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه شااوخوا ۷ بجې وسلهوالو طالبانو د غزني پر زنخان ولسوالۍ بریدونه پیل کړي چې تر سهارهیې دوام کړی چې پر مهالیې ۴ افغان سرتېري وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان دي چې په پایله کې یې نن پنجشنبه سهار دغه ولسوالۍ د وسلهوالو طالبانو لاسته لوېدلې ده.
نوموړی وايي چې د یادې ولسوالۍ د سقوط پر مهال درې عرادې هاموي ټانکونه او یو عراده رنجر موټر هم د وسلهوالو طالبانو لاس ته لوېدلي دي.
ښاغلي کامراني زیاته کړه چې د یادې ولسوالۍ سرتېري هم پر لار بند پاتې دي چې وسلهوالو طالبانو ورته کمینونه نیولي دي.
ښاغلي کامراني زیاته کړه:
"په خواشینی سره باید ووایم چې د دغه لایت د زنهخان ولسوالۍ پر مرکز وسلهوالو طالبانو تېره شپه پر ۷ بجې ډله ییز بریدونه کړي چې تر سهار پورې یې دوام کړی چې بیا دا ولسوالۍ د وسلهوالو طالبانو لاسته لویدلې ده."
ښاغلي کامراني دا هم وویل چې د دغه ولایت یو شمېر نور ولسوالۍ هم د سقوط له ګواښ سره مخامخ دي.
دی وايي، که مرکزي دولت د دغه ولایت د پولیسو تشکیلات زیات نهکړي نو نورې ولسوالۍ به هم د وسلهوالو طالبانو لاسو ته ولوېږي.
کامراني وویل:
"زموږ یو شمېر نورې ولسوالۍ هم له ورته برخلیک سره مخ دي، لکه ده یک، اندړ، ګیلان، ناوه او ګیرو ولسوالۍ د وسلهوالو طالبانو محاصرې لاندې دي، ځکه چې زموږ د پولیسو تشکیلات کم دي او دغه پولیس نه شي کولای چې دغه ولسوالۍ خوندي کړي."
له دې سره د دغه ولایت د ولایتي شورا رئیس خالق داد اکبري هم ورته څرګندونې لري.
نوموړی وايي:
"زه چې کوم معلومات لرم، د غزني پر زنهخان ولسوالۍ تېره شپه وسلهوالو بریدونه کړي چې ۴ افغان سرتیري په کې وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي، دغه راز درې هاموې ټانکونه او رنجر موټر هم د وسلهوالو طالبانو په لاس ورغلي دي."
بلخوا بیا د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ سرپرست مصطفي مایار دا تائیدوي چې تیره شپه د دغه ولایت پر زنهخان ولسوالۍ وسلهوالو طالبانو ډلهییزبریدونه کړي خو وايي چې د یادو بریدونو پر مهال یوازې د دغې ولسوالۍ پر امنیتي پوستو وسلهوالو طالبانو د غټو وسلو فیرونه کړي چې پر مهال یې یادو پوستو اور اخېستی چې د یاد اور له کبله د څه وخت لپاره افغان امنیتي ځواکوانو پوستې پریښي دي.
دی وايي، وسلهوال طالبان نه پوستو ته داخل شوي او نه هم ولسوالۍ د دوی په لاس کې ده.
نوموړی وايي، د یادو بریدونو پر مهال ۵ وسلهوال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي او په خبره یې چې د یادو بریدونو پر مهال ۳ افغان سرتیري وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان دي.
ښاغلي مایار زیاته کړه:
"زه په کلکه دا ردوم چې د غزني زنهخان ولسوالۍ دې د وسلهوالو طالبانو لاسته لویدلي وي، په دغه ولسوالۍ کې اوس هم زموږ افغان امنیتي سرتیري موجود دي او موږ تېره شپه دغلته وسلهوالو طالبانو ته غاښ ماتونکې ځواب ورکړی او بریدونه مو په شا تمبولي دي."
ښاغلی مایار وايي چې په یادو ولسوالۍ کې اوس وضعیت کنترول دی او کوم ستونزه نشته.
هاخوا بیا د وسلهوالو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي چې یادو ولسوالۍ دوی ته لاسته ورغلې او ګڼ شمېر سرتیرو ته یې مرګ ژوبله هم اړولې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان په یو شمېرنور ناامنه ولایتونو کې هم زیات شمېر ولسوالۍ د افغان امنیتي ځواکوانو له لاسه وتلي.
راپور:شریف الله شرافت ـ غزني
- پخواني معلومات:
د غزني ولایت سیمهییز چارواکي وايي، د دغه ولایت زنخان ولسوالۍ نن سهار د وسلهوالو طالبانو لاسته لوېدلې ده.
په دغه ولایت کې د ولایتي شورا یوه غړي امانالله کامراني نن پنجشنبه ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه شااوخوا ۷ بجې وسلهوالو طالبانو د غزني پر زنخان ولسوالۍ بریدونه پیل کړي چې تر سهارهیې دوام کړی چې پر مهالیې ۴ افغان سرتېري وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان دي چې په پایله کې یې نن پنجشنبه سهار دغه ولسوالۍ د وسلهوالو طالبانو لاسته لوېدلې ده.
نوموړی وايي چې د یادې ولسوالۍ د سقوط پر مهال درې عرادې هاموي ټانکونه او یو عراده رنجر موټر هم د وسلهوالو طالبانو لاس ته لوېدلي دي.
ښاغلي کامراني زیاته کړه چې د یادې ولسوالۍ سرتېري هم پر لار بند پاتې دي چې وسلهوالو طالبانو ورته کمینونه نیولي دي.
بلخوا بیا د دغه ولایت د والي ویاند عارف نوري وايي چې تېره شپه پر دغې ولسوالۍ وسلهوالو طالبانو بریدونه کړي چې پر مهالیې دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو وايي نور معلوماتیې په اړه نهلري.
د وسلهوالو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي هم تائید کړې چې یاده ولسوالۍ د دوی لاسته لوېدلې ده.