د هالنډ په روتردام کې یو کنسرت د حملې د ګواښ له امله لغوه شو

د هالنډ د روتردام ښاروال وایي، پرون چهارشنبه د کنسرت یوه سالون ته نېږدې په یوه بس کې چې نمبر پلېټونه‌یې د هسپانیا دي، د ګازو بوتلونه وموندل شول.

پرون د ورځې په پیل کې دغه کنسرت د حملې د ګواښ له امله لغوه شو.

ښاروال احمد ابوطالب په یوه خبري غونډه کې وویل، دا روښانه نه‌ده چې دغه بس له ګواښ سره تړلی که نه؟ خو د بس چلوونکی نیول شوی او د پولیسو په توقیف کې دی.

پولیسو وویل، په دې ښار کې د الا لاس «Allah-Las» په نوم د امریکایۍ راک موسیقۍ یوې ډلې کنسرت د احتمالي ترورېستي ګواښ له امله لغوه شو.

د موسیقۍ دغه کنسرت لا پیل شوی نه‌و چې لغوه شو.