قطر ایران سره بشپړ ډیپلوماتیک روابط بېرته ټینګ کړل

قطر نن پنجشنبه له ایران سره بشپړ ډیپلوماتیک روابط بېرته ټینګ کړل او په دې توګه‌یې د سعودي عربستان او د دې هېواد د یو شمېر نورو متحدینو هغه غوښتنې رد کړي چې له تهران سره د دوحه د پاتې اړیکو د پرېکولو لپاره کړي دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت نن څرګنده کړه چې دا هېواد د ایران له اسلامي جمهوریت سره په ټولو برخو کې دوه اړخیزې اړیکې پیاوړې کوي.

په بیان کې ویل شوي چې د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني له خپل ایراني سیال جواد ظریف سره په ټیلیفون پر دوه اړخیزو اړیکو او د هغو د پیاوړي کېدو او پراختیا پر امکاناتو خبرې وکړې.

قطر او ایران د خلیج د طبیعي ګازو پراخې زېرمې په خپلو کې وېشي چې اړتیا ده دواړه هېوادونه له یو بل سره اړیکې ولري.

د جون له میاشتې راهیسې چې له قطر سره د یو شمېر عربي هېوادونو اړیکې پرې شوي تهران په تېره بیا دې هېواد ته د خوراکي موادو په استولو سره له دوحه سره د ملاتړ څرګندولو هڅه کړې ده.