افغان ولسمشر د یوه سولهییز، باثباته او سوکاله افغانستان د جوړولو په هدف د افغانستان او امریکا ترمنځ د همکاریو د یوه تړون د تطبیق سند لاسلیک کړ.
ارګ ماڼۍ په یوه بیان کې د افغان ولسمشر له قوله لیکلي چې په افغانستان کې وروستیو حالاتو دغه هېواد په سیمه کې په یوه مهم هېواد بدل کړی او باید د امریکا او افغانستان ترمنځ د همکاریو د تړون پر اساس د حکومت پرېکړې یو په یو تطبیق شي.
د افغانستان او امریکا د همکاریو د تړون د تطبیق په هدف په ارګ کې غونډه شوې چې پهکې په لوړپوړو افغان چارواکو سربېره د امریکا متحده ایالاتو شارژدافیر او د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان برخه اخیستې ده.
د افغانستان او امریکا ترمنځ د همکاریو تړون د څلورو کمېټو لهخوا د ښې حکومتوالۍ، سولې، امنیت او اقتصاد په برخو کې پر مخ وړل کېږي.
د دغه تړون پر اساس افغان حکومت هڅه کوي چې په بېلابېلو برخو کې څه باندې ۲۰۰ ژمنې پوره کړي.
د امریکا شارژدافیر هوګو لارنس او د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن د افغان حکومت پرمختګونه ستایلي او د موجوده تړون پر تطبیقیې ټینګار کړی دی.
د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو د همکارۍ په تړون کې د اصلاحاتو او د فساد د ورکولو په څېر په هغو مواردو ټینګار شوی چې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا په نوې ستراتېژۍ کې هم ورته اشاره شوې ده.