ملګرو ملتونو د افغان حکومت له لوري د سولې خبرو ته د لومړیتوب له ورکولو او له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې هڅې ستایلې دي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا پرون په یوه بیان کې ویلي چې دا مسایل د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حنیف اتمر سره په لیدنه کې یاد کړل.
د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي ډاډ څرګند کړی چې یاد سازمان د کابل پروسې له فعالیتونو او له ترورېزم سره د مبارزې لپاره د سیمهيیزې اجماع د رامنځته کېدو له هڅو ملاتړ کوي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر هم له ملګرو ملتونو غوښتي چې له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د یوې سیمهییزې اجماع د رامنځته کولو په هڅو کې له افغان حکومت سره همکاري وکړي.
ښاغلي اتمر ویلي، افغان حکومت د سولې د خبرو له لارې د هر ډول ستونزو هواري ته لومړیتوب ورکړی دی.