د مولداوې حکومت له ملګرو ملتونو غوښتي چې د دغه سازمان په عمومي ناسته کې د جلا شوې سیمې ترانسنیستریا څخه د روسي پوځیانو د ایستلو موضوع وڅېړي.
د ملګرو ملتونو سازمان عمومي ناسته راتلونکې میاشت ترسره کېږي.
د مولداوې د پارلمان رئیس اندریان کاندو "Andrian Candu" د چهارشنبې په ورځ په خپله فېسبوک پاڼه کې تائید کړه چې په دې اړهیې یو لیک د ملګرو ملتونو سازمان ته سپارلی دی.
د راپورونو له مخې روسیه په ترانسنیستریا کې دوه زره پوځیان لري چې اکثر یې د پخواني شوروي اتحاد له وخته پاتې دي.