په عراق کې د نړیوالو ځواکونو د عمومي قوماندانۍ مرستیال وايي، د موصل عملیات او د عراقي پوځیانو جګړه له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته تر ټولو سخت پوځي عملیات وو.
روپېرټ جونس "Ruppert Jones" چې یو بریټانوی جنرال دی خبریالانو ته ویلي چې د تلعفر ښار په تصفیې سره به په عراق کې د داعش ډلې وروستۍ اډه لهمنځه لاړه شي.
هغه د داعش ډلې د جنګیالیو د شمېر په اړه وویل:
"موږ په دې باور یو چې په تلعفر کې شااوخوا دوه زره جنګیالي موجود دي او د فرات رود په غاړه ښايي له پنځه تر ۱۰ زره جنګیالي حضور ولري."
عراقي پوځیانو د یکشنبې په ورځ په دغه هېواد کې د داعش ډلې د وروستۍ اډې تلعفر ښار د تصفیې لپاره پراخ عملیات پيل کړل، خو ویل کېږي دا عملیات د پوځيانو د مرګ ژوبلې د کمښت لپاره په پڅه مخ ته ځي.