نتانیاهو: تهران هره ورځ د اسرائیل د له منځه وړلو ګواښ کوي

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته وویل چې په سوریه کې د ایران پراخ حضور اسرائیل، منځنی ختیځ او ټوله نړۍ ګواښي.

نوموړي نن د روسیې په سوچي ښار کې له ولسمشر پوتین سره تر لیدو وروسته خپل کوربه ته وویل:

"ښاغلی ولسمشر! موږ په خپلو ګډو هڅو د اسلامي دولت ډلې ته ماته ورکوو او دا یوه مهمه موضوع ده، خو ستونزه دا ده په هغه ځای کې چې دا ډله ماته خوري، ایران رامخته کېږي."

د اسرائیل صدراعظم زیاته کړه چې هېواد یې یوه شېبه هم نشي هیرولی چې تهران هره ورځ د اسرائیل د له منځه وړلو ګواښ کوي.

بنیامین نتانیاهو وایي، ایران تروریستي سازمانونو ته وسلې ورکوي او د هغو ملاتړ کوي.

دی وایي، که ایران د عراق او یمن د کنټرول لپاره هڅې کوي نو د لبنان کنټرول هم تر ډېره حده عملاً په لاس کې لري.

روسيه او ايران دواړه د وسله والو ياغيانو پرضد د سوريې په شپږکلنه کورنۍ جګړه کې د سوريې د ولسمشر بشارالاسد ملاتړ کوي.

د اسرائيل رسنيو په وروستيو کې له راپورونو سره چې د سټلايټ په مرسته اخېستل شوي عکسونه خپاره کړي چې ظاهراً په کې ايران هڅه کوي په سوريه او لبنان کې د وسلو د فابريکو په جوړولو کې همکاري وکړي.