چارواکي: په ارزګان کې۷۰ وسله وال طالبان وژل شوي

د ارزګان امنیتي چارواکي وایي چې په مرکز ترینکوټ او یو شمېر ولسوالیو کې د افغان ګډو ځواکونو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو د یو مهم قوماندان "شیخ" په ګډون ۷۰ وسله وال وژل شوي دي.

په ارزګان کې د ملي اردو د څلورمې پلي لوا قوماندان ډګروال رحمت شاه قیمتي نن ازادي راډيو ته وویل چې د تېرې شپې په دغو عملیاتو کې ۳۰ نور وسله وال ټپیان شوي هم دي.

نوموړي وویل چې یاد عملیات په مرکز ترینکوټ، خاص ارزګان او دهراود ولسوالیو کې ترسره شوي دي.

د ارزګان چارواکو په دغو عملیاتو کې د دوو افغان سرتېرو وژل کېدل هم تائید کړل.

خو وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.