په هلمند کې بېوزله کورنیو ته د اقتصادي پیاوړتیا په هدف څه باندې ۱۵۰۰ د چرګانو فارمونه جوړېږي.
د هلمند د کرنې او مالدارۍ رئیس رفیعالله قلم نن ازادي راډیو ته وویل چې پر دغو فارمونو ۳۵ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د کرنې او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودجې لهخوا ورکول کېږي.
نوموړی وايي چې دغهراز په پام کې ده چې په لښکرګاه، ناوې او نهرسراج ولسوالیو کې د بېوزله کورنیو لپاره ۵۰۰ د چرګانو فارمونه هم جوړ شي.
ښاغلی قلم وايي، په دې سره به په هلمند کې د یو شمېر بېوزله کورنیو ورځنۍ اړتیاوې پوره شي.