د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک وايي، تهران له خپلو پولو بهر د هېڅ ډول پوځي عملیاتو پلان نهلري.
سپاه پاسداران انقلاب پرون دا بیان د ترکيې د ولسمشر د دې څرګندونو په عکسالعمل کې خپور کړی چې ویلي ترکیه او ایران د کُردانو د کارګر ګوند یا «پې کې کې» پر ضد په ګډو پوځي عملیاتو غور کوي.
سپاه پاسداران ویلي، ایران به د هرې هغې ډلې پر وړاندې له پوځي قوت کار واخلي چې یا د دې هېواد پر خاوره او یا يې په پولو کې ترورېستي او یا امنیت ضد فعالیت وکړي، خو د ایران له پولو بهر اقدام نهکوي.
د ترکيې ولسمشر رجیب طیب اردوغان د دوشنبې په ورځ وویل، «پې کې کې» په ایران کې هم وسلهوال فعالیت لري او د دې ډلې پر ضد د دواړو هېوادونو مشترک عملیات به ښه نتیجه ورکړي.