متحده ایالاتو پرون له شمالي کوریا سره د روانې شخړې په ارتباط پر یو شمېر چینايي او روسي کمپنیو او اشخاصو نوي بندیزونه اعلان کړل.
واشنګټن دا کمپنۍ او اشخاص تورنوي چې د شمالي کوریا د میزایلو او اټمي پروګرام په برخو کې يې له دغه هېواد سره همکاري کړې ده.
دا نوي بندیزونه د امریکا د خزانې وزارت اعلان کړل او ویېویل چې هدفيې د شمالي کوریا لا منزوي کول دي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په دې وروستیو شمالي کوریا ته د دغه هېواد د اټمي پروګرام او د توغندیو د ازمېښتونو د دوام له امله سخت خبرداری ورکړی دی.