د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د ایران په پایتخت تهران کې لسګونه زندانیانو د نهخوړولو اعتصاب کړی دی.
دې سازمان پرون په یوه بیان کې وویل، د تهران د شمال ختیځ کاراج زندان بندیانو دا اعتصاب په زندان کې د ناوړه شرایطو له امله کړی دی.
د بخښنې نړیوال سازمان وايي، ایراني چارواکي د کاراج زندان زندانیانو ته د څښاک پاکې اوبه او خواړه نهورکوي، د تیلیفون د کارولو اجازه نهلري او له خپلوانو سره هم لیدلی نهشي.
په دې سازمان کې د منځني ختیځ او د افریقا د شمال د سیمې مسؤلې ماګدلینا مغربي د سې شنبې په ورځ پر ایران غږ وکړ چې بندیانو ته د څښلو پاکې اوبه، خواړه، دارو درمل او نورې اسانتیاوې برابرې کړي.
د بخښنې نړیوال سازمان یا امنسټي انټرنشنل وايي، د زندان شرایط دومره خراب دي چې فکر کوي زندانیان په زوره د نهخوړولو اعتصاب ته اړ کړل شوي دي.