نتانياهو او پوتين سوريه کې د ايران د پوځي حضور په اړه غږېږي

د اسرائيل صدراعظم بنيامين نتانياهو ويلي، نن به د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره په سوريه کې د ايران د پوځي حضور په تړاو پر خپلو اندېښنو خبرې وکړي.

په پام کې ده چې نتانياهو تور سمندرګي ته څېرمه د روسيې په ساحلي ښار سوچي کې له پوتين سره وګوري.

روسيه او ايران دواړه د وسله‌والو ياغيانو پر ضد د سوريې په شپږ کلنه کورنۍ جګړه کې د سوريې د ولسمشر بشارالاسد ملاتړ کوي.

نتانياهو پرون وويل:

"زه به دا ستونزه چې ايران هڅه کوي په سوريه کې خپل پوځي حضور ته پراختيا ورکړي، مطرح کړم."

د اسرائيل رسنيو په وروستيو کې د سټلايټ په مرسته له اخیستل شويو عکسونو سره داسې راپورونه خپاره کړي وو چې ظاهراً ايران هڅه کوي په سوريه او لبنان کې د وسلو د فابريکو په جوړولو کې همکاري وکړي.