د اوکراين ولسمشر په ختيځ کې د اوربند پېشنهاد کړى

د اوکراين ولسمشر پټرو پروشنکو د ښوونځيو د رخصتيو له ختمېدو سره سم، سر له نن نه د دغه هېواد په ختيځ کې د اوربند پېشنهاد کړى دى.

روسيې، جرمني، فرانسې او د امريکا متحده ايالاتو په ګډه د دغه پېشنهاد ملاتړ کړى دى.

کرملېن او د پروشنکو مطبوعاتي دفتر ويلي، دغه پېشنهاد پرون ناوخته د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين، د جرمني له صدراعظمې انګلا مېرکل او د فرانسې له ولسمشر امانوئل مکرون سره د ټليفوني مکالمو په لړ کې وشو.

د دوى په وينا، ټولو د دغه پېشنهاد کلک ملاتړ څرګند کړ، څو د اوکراين په ختيځ کې کوچنيان وکړاى شي ښوونځيو ته لاړ شي.

کرملېن او د پروشېنکو مطبوعاتي دفتر وايي، دغه اوربند به نن چهارشنبه اعلان شي.