د عراق پوځيانو له داعشه د تلعفر ښار لومړۍ درې سيمې ونيولې

د عراق پوځيانو پرون له اسلامي دولت ډلې يا داعش څخه د تلعفر ښار لومړۍ درې سيمې ونيولې.

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا دفاع وزير جېمز مټېس پرون له دغو عملياتو د ملاتړ څرګندولو لپاره بغداد ته سفر وکړ.

ملګرو ملتونو ويلي، له کله چې دغه پراخ پوځي عمليات پيل شوي، په لومړيو دوو ورځو کې زرګونه ملکيان له تلعفر ښار څخه وتلي دي.

د داعش پر ضد له دغو پوځي عملياتو سره چې د يکشنبې په ورځ پيل شوي، د امريکا په مشرۍ ائتلاف همکاري کوي.

په بغداد کې د عراق له صدراعظم حيدر العبادي سره تر کتنې وروسته مټېس وويل، د داعش سخت دريځي وسله‌وال د تېښتې په حال کې دي.

ده زياته کړه، ګڼ ښارونه له داعشه تصفيه او خلک‌يې له شر څخه ازاد شوي دي.