جلال‌اباد کې زرګونه کورنیو ته د برېښنا پروژه پیل شوه

د ننګرهار د مرکز جلال‌اباد په لومړۍ ناحیه کې پرون زرګونه کورنیو ته د برېښنا د لېږد پروژه پیل شوه.

د برېښنا دا پروژه د اوبو او برېښنا وزارت له‎خوا درې کاله وړاندې پیل شوې وه او شااوخوا دوه میلیونه ډالر پرې لګښت راغلی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاني په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دا پروژه د جلال‌اباد ښار د لومړۍ ناحيې شااوخوا څلور زرو کورنیو ته د برېښنا د ورکړې ظرفیت لري. د برېښنا لېږد هم نن پیل شو او دا پروژه د ننګرهار والي، د برېښنا وزیر او نورو چارواکو پرانیسته."

د ننګرهار د والي ویاند وايي د درونټې د برېښنا کوټ او سولري برق په اړه له مرکزي حکومت سره خبرې روانې دي چې د ننګرهار د خلکو د برېښنا ستونزه حل شي.