د اسوشیټېډ پرس اژانس د راپور له مخې تمه ده چې د امریکا متحده ایالات په راتلونکو څو ورځو کې افغانستان ته د اضافي سرتېرو استول پیل کړي.
که څه هم د امریکا د دفاع وزیر جېمز مټېس پرون په بغداد کې وویل چې تر اوسه پرېکړه نهده شوې چې څومره سرتېري افغانستان ته لېږي، خو اسوشیټېډ پرس اژانس د لوړ رتبه امریکايي مقاماتو په حواله وايي چې د ۳۹۰۰ په شااوخوا کې اضافي عسکر افغانستان ته استول کېږي.
په همدې حال کې د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس پرون امریکايي رسنیو ته وویل، افغانستان ته د پام وړ شمېر اضافي سرتېري استول کېږي او په دې اړه به موږ د خپلو قوماندانانو نظر واخلو.
اسوشیټېد پرس وايي، دا په دفاع وزیر جېمز مټېس پورې اړه لري چې پرېکړه وکړي څومره سرتېري به په اوله جوپه کې افغانستان ته استول کېږي.