د قرغزستان ولسمشر د دغه هېواد حکومت منحل کړ

د قرغزستان ولسمشر الماس‌بیګ اتامبایف د دغه هېواد د صدراعظم سورنبای جینبکف استعفا ومنله او حکومت‌یې منحل کړ.

جینبکف پرون خپله استعفا وړاندې کړې او ویلي یې و چې په انتخاباتو کې د سیالۍ په هدف له دې دندې لیرې کېږي.

نوموړي پرون د اکټوبر د ۱۵مې نېټې د انتخاباتو د یوه کاندید په توګه راجسټر شو.

د اوش سیمې دغه پخوانی والي د ۲۰۱۶ میلادي کال له اپرېله د قرغزستان د صدراعظم په توګه پاتې شوی وو.