د ایران د اټمي انرژۍ د ادارې مشر ویلي چې هېواد بهیې یوازې پنځو ورځو ته اړتیا ولري چې په لوړه کچه د یورانیمو د غني کولو چارې له سره پیل کړي.
علي اکبر صالحي نن دا خبره وروسته له هغه وکړه چې د امریکا متحده ایالاتو تهران تورن کړ چې د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي تړونیې چې د تهران او د نړۍ شپږو سترو قدرتونو ترمنځ وشو، له پامه غورځولی دی.
د دغه تړون له مخې به ایران پر دغه هېواد د نړیوالو بندیزونو د لیرې کولو په بدل کې خپل اټمي فعالیتونه محدودوي.
تهران بیا په خپل وار واشنګټن تورنوي چې پر ایران د نویو بندیزونو په لګولو سرهیې دغه اټمي تړون څخه سرغړونه کړې ده.
علي اکبر صالحي د ایران دولتي خبري اژانس ایریب ته ویلي که موږ عزم وکړو، کولای شو په پنځو ورځو کې د شلو فیصدو یورانیمو بډاینې چارې له سره پیل کړو.
دا سلنه ایران هغې سطحې ته نېږدې کولای شي چې د اټمي وسلې لپاره په کار ده.
صالحي وایي، د ایران تر ټولو لوی لومړیتوب دا دی چې دغه اټمي تړون ته ژمن پاتې شي، خو نه په هره بیه.