د افغانستان د کلیو او پراختیا وزارت او د کلیوالي پراختیایي شوراګانو د رئیسانو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې ۱۳۰ تړونونه لاسلیک شول.
د کلیو پراختیا وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه پروژې په ۱۸ ولایتونو کې د اوبو لګولو او کرنې سکټور د پیاوړتیا په برخو کې پلي کېږي.
ښاغلی رستمي وايي:
"۱۳۰ تړونونه نن لاسلیک شول، د دغو تړونونو مجموعي لګښت ۳۷۲ میلیونه افغانۍ لګښت لري چې ۹۰ سلنهيې د اسیا پراختیايي بانک او ۱۰ سلنهيې د پراختیايي شوراګانو لهخوا ورکول کېږي."
نوموړي همدارنګه وویل چې په تېرو دوو کلونو کې د څلورو میلیاردو افغانیو په لګښت ۹۳۸ تړونونه په بېلابېلو برخو کې لاسلیک شوي چې اکثریت پروژې يې بشپړې شوې دي.