افغان ولسمشر د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د نوې ستراتېژۍ هرکلی وکړ.
محمد اشرف غني نن سې شنبه کندهار ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د وینا پر مهال دا ورځ د افغانانو لپاره خاصه وبلله ځکه د ده په خبره امریکا به د زماني قید پرته له افغانستان سره همکاري وکړي.
ولسمشر غني د کندهار چارواکو سره د خبرو پر مهال یو ځل بیا ګاونډیو ته پیغام ورکړ چې با ثباته افغانستان د ټولې سیمې په ګټه دی.
د کابل په وخت نن سهار د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره خپله نوې ستراتېژي اعلان او په هغه کې یې له افغان امنیتي ځواکونو سره د خپلې همکارۍ د دوام ژمنه وکړه.
ولسمشر ټرمپ پر پاکستان غږ وکړ چې د ترورېزم پر ضد په مبارزه کې همکاري وکړي.
ده وویل چې اوس په پاکستان کې د ترورېستانو ځالې او پناه ځایونه شته چې له هغه ځایه د امریکا خلک په نښه کېږي.
ټرمپ وویل:
"زموږ سرتېري به د کامیابۍ لپاره مبارزه وکړي. موږ به مبارزه وکړو څو بریالي شو. تر دې وروسته به بریالیتوب یو واضح تعریف ولري."
ولسمشر ټرمپ په څرګنده وویل چې د افغان حکومت وسلهوال مخالفین باید پوه شي چې هېڅکله به د امریکا له نظره لیرې نهشي او په نښه به شي.
تر دې وړاندې یو شمېر امریکایي چارواکو او قوماندانانو ویلي وو چې ښایي تر څلور زره نور امریکایي پوځيان افغانستان ته واستول شي، خو ولسمشر ټرمپ وویل، د دقیقو شمېرو اعلان له دې کبله باید لومړیتوب ونهلري چې د هغوی لپاره وضعیت او شرایط ډېر مهم دي.