د افغانستان جمهوري ریاست د افغانستان او سیمې لپاره د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ادارې د نوې ستراتېژۍ هرکلی کوي او وایي چې په هغې کې پر مهم ټکي له هېواده بهرد ترهګرو د مرکزونو د له منځه وړلو په ګډون، د نړیوال ترورېزم په وړاندې مبارزه کې، د پاکستان او د سیمې د هېوادونو پر جدي همکارۍ ټینګارشوی دی.
د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب ازاد له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې د افغانستان لپاره د دغې ستراتیژۍ یو بل مهم ټکی دا دی چې له دې هېواد سره د امریکا هڅې له زماني پلوه نه محدودېږي.
ښاغلي ازاد د ازادي راډیو خبریال نوریاس نوري سره د مرکې په پیل کې د ولسمشر ټرمپ د ادارې د نوې ستراتیژۍ په اړه څرګندونې لري.
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
Your browser doesn’t support HTML5