د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، په دغه ولایت کې بزګرانو ته د روزنیزو زدهکړو مرکز جوړېږي.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رئیس رفیعالله رحیمزي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په دغه مرکز کې بزګرانو ته د تخمونو، نیالګیو، مالدارۍ، عصري ټکنالوژۍ او کرنې په برخه کې تخنیکي روزنه ورکول کېږي.
ښاغلي رحیمزي وویل:
"زموږ سروې ښيي، که چېرې بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه او د کرنې عصري مېتودونه وروښودل شي، د دوی په حاصلاتو کې به له ۳۰ تر ۴۰ سلنه زیاتوالی راځي."
ښاغلی رحیمزی وايي، په لومړي پړاو کې د بهسود او کوز کونړ ولسوالیو بزګرانو ته روزنه ورکول کېږي او بیا وروسته دغه پروګرام نورو ولسوالیو ته غځول کېږي.
په ننګرهار کې د بزګرانو د زدهکړې لپاره دغه مرکز د کرنې وزارت په مالي ملاتړ، د څه باندې ۵۰ زره ډالرو په ارزښت جوړېږي.